IQNA

د مصر والي وائي!

 شيخ شعيشع  د قرآن غوره سفير  ؤ

13:44 - August 19, 2025
د خبر لمبر: 3491567
ایکنا - د مصر د کفر الشيخ ولايت والي وويل: شيخ ابوالعينين شعيشع، چې لا هم د مصر لپاره وياړ دی، د قرآن غوره سفير ؤ .

  د ايکنانیوز  د الوطن ورځپاڼې په حواله راپور راکوي، د کفر الشيخ ولايت والي علاء عبدالمعطي د شيخ ابوالعينين شعيشع،د مصر د نامتو قاري د ۱۰۳  کلیزې یا زېږېدنې په مناسبت په يوه پيغام کې وويل: شيخ ابوالعينين شعيشع د مصر وياړ  و او لا هم د دغه  هېواد لپاره وياړ دی او د قرآن کريم د نوراني حروفو د تلاوت يو سمبول دی، چې په تاريخ کې تلپاتې پاتې شوی دی .

هغه زياته کړه: شيخ شعيشع يوازې يو قاري نه و، بلکې د تلاوت يوه مکتب  ؤ ، چې د هغه ځانګړی غږ او خاشعانه اجرا د نړۍ په ټولو برخو کې د مسلمانانو په زړونو کې ځای وموند.

عبدالمعطي وويل: شعيشع يوازې د مصر پورې محدود نه ؤ، بلکې هغه د مصر او اسلام په استازيتوب نړۍ ته سفر وکړ او د الهي کلمو په خپرولو او خپل زړه راښکونکي غږ سره د قرآن غوره سفير و.

هغه دا چې شیخ شعيشع د کفر الشيخ ولايت اوسېدونکی و، خپل وياړ ئې وباله او له نويو نسلونو ئې وغوښتل چې دا نامتو مصري قاري د خپلې بېلګې په توګه وټاکي.

يادونه کيږي چې استاد ابوالعينين شعيشع د ۱۹۲۲ کال د اګست په ۱۲مه د مصر په کفر الشيخ کې زېږېدلی او په ۱۰ کلنۍ کې ئې قرآن کريم حفظ کړی و. دا مصري قاري د ۲۰۱۱ کال د جون په ۲۳  له نړۍ سترګې پټې کړې.

https://iqna.ir/fa/news/4300367

captcha